د سولې او له بحران څخه د افغانستاد ژغورنې ټولنې خپل موجودیت اعلان کړ

21 سنبله 1398 ساعت 9:58

د سولې او له بحران څخه د افغانستاد ژغورنې ټولنې خپل موجودیت اعلان او د سولې خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه یې وکړه.


د سولې او له بحران څخه د افغانستاد ژغورنې ټولنې خپل موجودیت اعلان او د سولې خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه یې وکړه.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د دغه نوې ټولنې مهم غړي د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور، یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، احمدولي مسعود، بسم الله محمدي، حاجي حضرت علي او ځینې نور کسان دي.

دوی وړمه ورځ په هرات ولایت کې د اسماعیل خان په کور کې سره راغونډ او د سولې او له بحران څخه د افغانستان د ژغورنې ټولنې بنسټ یې کښودل او د دغه ټولنې د پراختیا کړنلاره یې تصویب کړه.

د سولې او له بحران څخه د افغانستان د ژغورنې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ټولنه یې د افغانستان روان بد وضعیت، امنیتي پېښو زیاتوالي، د رڼو ټاکنو په اړه د اندېښنو او سولې خبرو د ځنډېدو په پام کې نیولو سره جوړه کړې.

 د سرچینې په وینا، له بحران څخه د افغانستان ایستل، د سولې پروسې ملاتړ، د سولې خبرو د بیا پیل کېدو، بین الاافغاني خبرو ته زمينه برابرول د دغه ټولنې له مهمو اهدافو څخه دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، یاده ټولنه به افغانستان کې د رڼو، عادلانه، مشروع او ټولو ته د منلو وړ ټاکنو لپاره هم ډېر ژر خپله طرحه وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې یاده ټولنه به د ټاکنو د ځنډولو په اړه چې د ولسمشرۍ نوماندانو شورا غوښتنه هم ده او سولې ته د لومړیتوب ورکولو طرحه هم وړاندې کړي.

همدا شان د دې ټولنې په خبرپانه کې ویل شوي، چې دوی به د ملي یوالي د ټنګښت، ټولینز عدالت، ولس ته د نظام د ځواب ورکولو په برخه کې هم له نورو ملي او سیاسي څېرو سره پراخې خبرې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120267

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120267/

جمهور
  https://www.jomhornews.com