د فاریاب د المار لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

21 سنبله 1398 ساعت 10:03

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د وږي ۲۱ مه خپره کې خبرپانه کې ویلي، وژل شوی طالب ولسوال داملا سرور نومېږي.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو پرون مازیګر د المار ولسوالۍ د میرشادي په کلي کې پر طالبانو هوايي برید وکړ.

خبرپاڼه وایي، په دغه برید کې د داملا سرور تر څنګ د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا قطب الدین او درې نور طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 120268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com