د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران په عمري قید محکوم شوي

21 سنبله 1398 ساعت 11:22

د مصر یوې محکمې د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران په عمري قید محکوم کړي دي.


د مصر یوې محکمې د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران په عمري قید محکوم کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه کسانو تور دی چې حماس او د لبنان حزب الله جنګي ډلو ته یې جاسوسي کوله.

په بند محکوم شویو کسانو کې تر ټولو مهم یې مشرد عام محمد بدیع او د هغه مرستیال خیرت الشاطر دي.

د دې تر څنګ د اخوان المسلمین پنځه نور غړي هم محاکمه شوي، چې هر یوه ته یې له ۷ تر ۱۰ کونو د بند سزا اورول شوې ده.

خو شپږ نور یې له محکمې برئت تر لاسه کړی او خوشي شوي دي.

د یادونې ده، چې اخوان المسلمین له ډېرې اوږدې مبارزې وروسته د ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰مه د محمد مرسي په مشرۍ د مصر واک ته ورسېدل، خو یو کال وروسته پوځي مشرانو د ۲۱۳ کال د جولای په ۳مه د دوی د واک تخته واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120271

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120271/

جمهور
  https://www.jomhornews.com