په امریکا، روسیې، اروپا او اسرائیلو د القاعده د بریدونو ګواښ

21 سنبله 1398 ساعت 11:31

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري پر مسلمانانو غږ کړی، چې پر امریکا، اروپا، روسیې او اسرائیلو بریدونه تر سره کړي.


د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري پر مسلمانانو غږ کړی، چې پر امریکا، اروپا، روسیې او اسرائیلو بریدونه تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الظواهري دغه غږ د سپټمبر د بریدونو د اتلسمې کلیزې سره سم د رسنۍ صحاب له لارې په یوه خپره کړې ویډیو کې کړی دي.

نوموړي په دغه ویډیو کې هغه جهادیان هم غندلي، چې د ده په خبره د سپټامبر د یوولسمې برید یې نه ستایلی یا یې په زندان کې فکر اړول شوی دی.

راپورونه وایي، ځیني بندي جهادیانو ویلي، چې د سپټمبر په بریدونو کې مکلیان وژل شوي، چې د ښایي د االظواهري اشاره هم همدې کسانو ته ویلي.

د القاعده شبکې مشر پر جهادیانو غږ کړی، چې د امریکا، اسراييلو او غربي ګټو په اهدافو دې سخت بریدونه وکړي.

د یادونې ده، چې ۱۸ کاله وړاندې د القاعدې ۱۹ غړو امریکا کې پر ځینو ودانیو د الوتکو پر مټ بریدونه وکړل، چې په کې تر ۳ زره زیات امریکايي وګړي و وژل شول.

له هغې وروسته امریکا په القاعدې شبکې پسې عملیات پیل کړل او افغانستان کې د جګړې له پيلولو لس کاله وروسته یې په ۲۰۱۱ کال د القاعدې مشر اسامه بن لادن ایبټ اباد کې وواژه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com