د طالب استازو یو پلاوی مسکو ته تللی دی

23 سنبله 1398 ساعت 8:49

قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر یو پلاوی پر افغان سوله د روسیي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.


قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر یو پلاوی پر افغان سوله د روسیي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د پلاوي د تګ کره نېټه نه ده معلومه خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د سپټمبر ۱۳ مه مسکو ته د دوی د پلاوی د تګ پخلی کړی دی.

شاهین زیاته کړې، چې مسکو ته د دوی تللي پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

د نوموړي په وینا له کابلوف سره په افغانستان کې د سولې د بهیر په تړاو په وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي.

سرچینې وایي، په پلاوي کې د قطر دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی، د دفتر ویاند سهیل شاهین او یو بل طب مشر شامل دي.

مسکو تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو د سیاسي استازو د یوه پلاوي کوربه و، خو دا ځل طالب استازي پر داسې مهال مسکو ته سفر کوي، چې د امریکا ولسمشر ورسره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

ټرمپ تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنۍ خبرې وروسته له هغې لغوه کړې، چې طالبانو کابل کې یو موټر بم برید وکړ او په کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه و وژل شول.

تر دې چاودنې وروسته ټرمپ و ویل طالبانو فکر کولو چې زیات امتیاز به واخلي، خو خبر نه و، چې هر څه یې خراب کړل.

هغه تر دې خبرو وروسته دا خبرداری هم ورکړ، چې پر طالبانو به داسې بریدونه وکړي، چې تر اوسه یې ساری نه وي لیدل شوی.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com