۰

کاپيسا: د ولیبال په میدان کې چاودنې درې تنه وژلي

شنبی ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۵
کورنیو چارو وزارت وايي، کاپیسا ولایت کې د ولیبال په یوه میدان کې د چاودنې له امله پنځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کاپيسا: د ولیبال په میدان کې چاودنې درې تنه وژلي
کورنیو چارو وزارت وايي، کاپیسا ولایت کې د ولیبال په یوه میدان کې د چاودنې له امله پنځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي ۲۲ مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله ټوېټر لیکلي، چې په دغه چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ماین د افغانستان دښمانانو اېښی و او د ولیبال د لوبې په وخت کې یې چاودنه کړې ده.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي