کاپيسا: د ولیبال په میدان کې چاودنې درې تنه وژلي

23 سنبله 1398 ساعت 8:55

کورنیو چارو وزارت وايي، کاپیسا ولایت کې د ولیبال په یوه میدان کې د چاودنې له امله پنځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، کاپیسا ولایت کې د ولیبال په یوه میدان کې د چاودنې له امله پنځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي ۲۲ مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله ټوېټر لیکلي، چې په دغه چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ماین د افغانستان دښمانانو اېښی و او د ولیبال د لوبې په وخت کې یې چاودنه کړې ده.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 120305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com