بهرنیو چارو وزارت کې فساد:

ولسمشر غني یې د څېړلو امر کړی خو عبدالله یې مخینوی کوي

23 سنبله 1398 ساعت 9:23

ولسمشر محمد اشرف غني به بهرنیو چارو وزارت کې د شته فساد په اړه د څېړنې حکم کړی، خو اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یې پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.


ولسمشر محمد اشرف غني به بهرنیو چارو وزارت کې د شته فساد په اړه د څېړنې حکم کړی، خو اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یې پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر وروسته له هغې په بهرنیو چارو وزارت کې د فساد په اړه د څېړنو امر کړی، چې مک کمېټې په یوه راپورک ې ویلي، په دغه وزاتر کې ۴۴ سلنه ګمارنېد فساد، واسطې او قومي پلوه په غیر قانوني ډول شوې دي.

ولسمشر دغه حکم شل ورځې وړاندې صادر کړی، خو د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له خوا په یوه تازه لیک کې ویل شوي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې څېړنې دې اوس مهال ودرول شي.

نوموړي په دغه لیک کې ویلي، د بهرنیو چارو په وزارت کې د تورونو ارزول په اوسنیو شرایطو کې چې انتخاباتي کمپاینونه روان دي، کمپاین ګڼل کېدای شي او دا موضع دې راتلونکي حکومت پورې وځندول شي.

خو ارګ وایي، هر څه په کمپاین پورې تړل سم کار نه دی او حکومت باید مخکې ولاړ شي او مسوولیت لري، چې د اصلاحاتو لپاره کار وشي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر وړاندې له دې چې نوماند دی ولسمشر هم دی او د حکومت د پرمخ بېولو مسوولیت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com