طالبان: اروبند کوو، خو چې اشغال پای ته ورسېږي

23 سنبله 1398 ساعت 9:36

وسله والو طالبانو ویلي له افغانانو سره خبرو ته چمتو دي، او اوربند کوي، خو هغه مهال چې د امریکا له خوا د افغانستان اشغال پای ته ورسېږي.


وسله والو طالبانو ویلي له افغانانو سره خبرو ته چمتو دي، او اوربند کوي، خو هغه مهال چې د امریکا له خوا د افغانستان اشغال پای ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د ټرمپ له خوا د خبرو لغوه کول، هېښوونکي وو او دوی یې زړه ماتي کړي دي، خو له افغانانو سره د سولې خبرو ته چمو یو.

هغه ویلي، چې په تېرو خبرو کې ښه پرمختګ شوی و، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو، له افغانستان څخه ګواښ نه پېښېدلو باندې کلکه هوکړه شوې وه.

د هغه په وینا خلیلزاد، ملابرادر او جنرال سکاټ مېلر ډېر خوشحاله و، او مراسمو ته هم تیاری نیلو شوی و خو د ټرمب ناببره ټوېټ هر څه خراب کړل.

شاهین ویلي، چې طالبان اوس له افغانانو سره خبرو ته چمتو دي او زیاتوي« موږ له افغانانو سره خبرو ته اماده یوو، که له هغوی سره په اوربند وکړو نور به بریدونه نه کېږي، خو دا د لانجې بل اړخ دی، لومړی باید اشغال ختم کړو، بیا یو اسلامي حکومت رامنځته شي.»

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنۍ خبرې لغوه اعلان کړې.

ټرمپ خبرې او طالب استازو سره لیدنه وروسته له هغې لغوه کړه، چې طالبانو کابل کې یو موټء بم برید وکړ او د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ تنه و وژل.

د امریکا ولسمشر تر دې برید وروسته ټوېټ کې ویلي و، طالبانو فکر کولو چې په ورته بریدونو په د سولې پروسه کې ډېر امتیازات تر لاسه کړي، خو هر څه یې خراب کړل.

هغه په یوه بل ټوېټ کې دا هم ویلي و، چې له طالبانو سره د سولې خبرې نورې مړې شوې او پر دغه ډلې به داسې بریدونه وکړی، چې تر اوسه یې ساری نه وي لیدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120308

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120308/

جمهور
  https://www.jomhornews.com