د سولې کاروان تنکی ځوان د سولې نړیوالې جایزې ته نوماند شو

23 سنبله 1398 ساعت 9:54

د سولې د ولسي کاروان غړی او تنکی زلمی محمد طاهر بشریار د ماشومانو د حقونو د مبارزې له امله د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته نومول شوی دی.


د سولې د ولسي کاروان غړی او تنکی زلمی محمد طاهر بشریار د ماشومانو د حقونو د مبارزې له امله د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته نومول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بشریار ۱۷ کلن او د زابل ولایت اوسېدونکی دی، چې د سولې د ولسي حرکت سره کندهار کې یو ځای شو.

هغه له کندهاره کابل او له کابله بیا ان د افغانستان تر شمالي او جنوبي ولایتونو د سولې د ولسي حرکت له کاروان سره د تل پاتې سولې لپاره پلي مزلونه ووهل.

بشریار په کاروان کې تر ټولو کم عمره کس دی او د دغه حرکت پر مهال یې په هر ولایت کې له ماشومانو سره کتل، خبرې یې ورسره کولې او د افغان ماشومانو لپاره یې د نړۍ د نورو ماشومانو په شان تل پاتې سوله او ژوند غوښت.

نوموړی وایي، که په دغه ستېج کې بریالی شو نو په نړیواله کچه به افغان ماشومانو غږ او غوښتنې له دونیاوالو سره شریکې کړي او د هغوی د سوکاله ژوند لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې د بشریار سره د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته له ۵۷ هېوادونو څخه ۱۳۶ هغه هلکان او نجونې نوماندان شوي دي.

د ماشومانو نوبل جایزه به د روانې سپټمر میاشتې په ۳۰مه له دغو ماشومانو څخه یو ته ورکړل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com