طالبانو د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې رد کړې دي

23 سنبله 1398 ساعت 10:03

وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې افغان ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې کابو دوه زره طالبان وژلي دي.


وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې افغان ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې کابو دوه زره طالبان وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون جمعه د وږي ۲۲ مه د لویې جرګې خیمه کې د ده له دولت جوړونکي ټیم سره د عبدالهادي ارغندیوال په شمرۍ د اسلامي حزب د یو ځای کېدو په غونده و ویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې کابو دوه زره وسله وال طالبان وژل شوي.

ولسمشر غني ویلي و، چې دی پر وژنو خوښ نه دی خو طالبانو خپله د سولې د خبرو په نه کولو سره دې ته لار برابره کړې او دا مسوولیت یې د قطر دفتر د غړو په غاړه دی.

تر ولسمشر غني وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، چې په دې وروستیو کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي، سخت ګذارونه پرې شوې او نور هم په لار دي.

خو طالبانو نن شنبې د وږي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني، ټرمپ او د مایک پمپیو وروستۍ څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

طالبانو ویلي، که دوی دا توان درلودی، چې دوه زره طالبان و وژني، دوی به سیمې له لاسه نه ورکولې او په ورځو ورځو به لارې نه پرې تړل کېدې.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو لسو ورځو کې کندوز، بغلان، فراه سقوط ته نېږدې شوي و، لسګونه سرتېريوژل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي او دا ټولو د حکومت توان ښکاره کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com