سیمه ییز چارواکي وایي، د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالي، بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر هل مخې دغه ولسوالي تېره اوونۍ وسله والو طالبانو ولکه کړه، خو افغان چارواکي وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې افغان ځواکونو ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو لس مړي د جګړې په میدان پاتې شوي او په دغه جګړه کې یو افغان سرتېری هم ټپي شوی دی.
د هغه په وینا د ینګي قلعه تر بېرته نیولو کېدو وروسته اوس افغان ځواکونو د تخار د درقد نیولو ته هم مټي رانغښتې او د پرمختګ په حال کې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د فراه اناردره هم له طالبانو بېرته نیولې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل