دفاع وزرات: په ۲۴ ساعتونو کې ۸۷ طالبان وژل شوي

23 سنبله 1398 ساعت 12:23

ملی دفاع وزارت وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملی دفاع وزارت وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د وږي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو میدان وردګ، غزني، پکتیکا، فراه، بادغیس، کندوز او جوزجان ولایتونو کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ۸۷ طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

په دغه بریدونو کې یوازې د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون په یوه کمپایني غونډه کې ویلي و، چې په دې وروستیو کې د طالبانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د هغه په وینا یوازې په تېره اوونۍ کې کابو دوه زره طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي، چې د ده په وینا مسوولیت یې د طالبانو د قطر دفتر د غړو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120327

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120327/

جمهور
  https://www.jomhornews.com