ولسمشرغني او د ناټو عمومي منشي پر تلېفون خبرې کړې دي

23 سنبله 1398 ساعت 14:48

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په تلېفون خبرې کړې او ناټو له افغان ځواکونو او ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ اعلان کړی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په تلېفون خبرې کړې او ناټو له افغان ځواکونو او ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن شنبې د وږي ۲۳ مه کابل کې د رسنیو په مرکز کې و ویل، چې ښاغلي سټولټنبرګ پرون له ولسمشر سره په تلېفون خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه تلېفوني اړیکه دواړو لورو د افغانستان په روان امنیتي وضعیت، له افغان ځواکونو د ناټو په ملاتړ او دغه راز ولسمشرۍ ټاکنو بحث وکړ.

صدیقي و ویل، چې د ناټو سرمنشي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دغه راز به د راتلونکو ټاکنو په امنیت کې له هغوی سره په ګډه کار وکړي.

دغه راز صدیقي دا هم و ویل، چې افغان حکومت د اروپايي ټولنې له لوري هم د افغانستان د ټاکنو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

د هغه په وینا په اوس وخت کې د حکومت لومړيتوب هم د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدل دي، نو ځکه یې ورته له طالبانو سره د سولې خبرې هم درولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120341

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120341/

جمهور
  https://www.jomhornews.com