سپنیې ماڼۍ تایید کړه، چې د اسامه بن لادن زوی وژل شوی دی

24 سنبله 1398 ساعت 9:06

سپینې ماڼۍ پخلی وکړ، چې د القاعده شبکې د بنسټ ګر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.


سپینې ماڼۍ پخلی وکړ، چې د القاعده شبکې د بنسټ ګر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان تر منځ ډوېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حمزه بن لادن وژل د القاعده شبکې د رهبرۍ او د هغه له پلار سره د سمبولیکې رابطې له مهارتونو نه محروموي، بلکې د القاعده شبکې مهم سازماني فعالیتونه هم څرګندوني.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې حزمه د القاعده لوړ بوړی غړی، د پروګرامونو او بېلا بېلو ترهګرو ډولو د فعالیتونو د تنظیم مسوول معرفي شوی دی.

د یادونې ده، چې د اسامه د زوی د وژل کېدو خبر دوه میاشتې وړاندې یو شمېر رسنیو خپرو کړی و او ویلي یې و، چې هغه د وژل کېدو پر مهال ۳۰ کلن و.

د حمزه بن لادن پلار اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال د پاکستان په اېبیټ آباد سیمه کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com