فاریاب کې د طالبانو د روزنې یو مرکز په نښه شوی دی

24 سنبله 1398 ساعت 9:44

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواکونو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د روزنې یو مرکز په نښه او له منځه وړی دی.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواکونو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د روزنې یو مرکز په نښه او له منځه وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د وږي ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواکونو پرون د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ په دره شاخ سیمه کې د طالبانو پر مرکز برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو یو پاکستانۍ او یو هلمندۍ روزونکي حنظله او ملا امان الله له ۷ طالبانو یو ځای وژل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي په برید کې د دوه قوماندانانو قاري سنت الله او ملا رحمت په ګډون ۱۲ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو زیاته کړې، چې د طالبانو دغه روزنیز مرکز دوه اوونۍ وړاندې د دوی د مشرانو له خوا جوړ شوی وو چې ډېر ژر د افغان ځواکونو له خوا تثبیت او برید پرې وشو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120354

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com