طالبانو سره صليب ته د بيا فعاليت اجازه ورکړه

24 سنبله 1398 ساعت 9:50

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خبرولو سره سره صلیب ته اجازه ورکړې، چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.


وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خبرولو سره سره صلیب ته اجازه ورکړې، چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې څه موده وړاندې د امنیتي ستونزو او د طالبانو د ګواښونو له امله افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي وو.

خو اوس طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کمېتې ته یې بېرته د فعالیت اجازه ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سره صلیب کمېټې مشرانو په قطر کې له طالب استازو سره کتلي او په دې اړه یې ور سره خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کمېټې د پخوانیو خیریه فعالیتونو سربېره د نویو مرستو ژمنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120355

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120355/

جمهور
  https://www.jomhornews.com