۰
عمران خان:

له هند سره د جګړې وروستی برید به اټومي وي

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هند سره د جګړې په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي، که جګړه ونښلي نو وروستي بریدونه به اټومي بریدونه وي.
له هند سره د جګړې وروستی برید به اټومي وي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هند سره د جګړې په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي، که جګړه ونښلي نو وروستي بریدونه به اټومي بریدونه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مخې د پاکستان جیو تلوېزیون د عمران خان له قوله ویلي، چې دغه جګړه به د سیمې او نړۍ لپاره منفي اثرات ولري.

هغه ویلي«که له هند سره جګړه پیل شي، پای به یې یو پر بل د اټومي راکټونو بریدونه وي او دا کار به د ټولې د لمنځه تلو سبب شي.»

عمران خان زیاته کړې، چې د جګړې د نه پېښېدو او ستونزو د حل ښه لار خبرې اترې دي او که د امریکا ولسمشر ټرمپ منځګړیتوب وکړي، ښايي دغه مسله حل شي.

هغه ادعا کړې، چې تل یې له هند سره خبرې غوښتې خو په وینا یې دا هندي چارواکي دي، چې هر ځل یې خبرې رد کړې او منفي اقدامات کوي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې نړیوالو ته یې هم خبر ورکړی، چې ښايي هند د ترهګرۍ صحنه سازي وکړي او بیا یې پړه پر پاکستان واچوي.

عمران خان ټېنګار کړی، چې په هر صورت کې به د کشمیر له خلکو او د هغوی له حقونو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي