عمران خان:

له هند سره د جګړې وروستی برید به اټومي وي

24 سنبله 1398 ساعت 14:14

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هند سره د جګړې په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي، که جګړه ونښلي نو وروستي بریدونه به اټومي بریدونه وي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هند سره د جګړې په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي، که جګړه ونښلي نو وروستي بریدونه به اټومي بریدونه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مخې د پاکستان جیو تلوېزیون د عمران خان له قوله ویلي، چې دغه جګړه به د سیمې او نړۍ لپاره منفي اثرات ولري.

هغه ویلي«که له هند سره جګړه پیل شي، پای به یې یو پر بل د اټومي راکټونو بریدونه وي او دا کار به د ټولې د لمنځه تلو سبب شي.»

عمران خان زیاته کړې، چې د جګړې د نه پېښېدو او ستونزو د حل ښه لار خبرې اترې دي او که د امریکا ولسمشر ټرمپ منځګړیتوب وکړي، ښايي دغه مسله حل شي.

هغه ادعا کړې، چې تل یې له هند سره خبرې غوښتې خو په وینا یې دا هندي چارواکي دي، چې هر ځل یې خبرې رد کړې او منفي اقدامات کوي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې نړیوالو ته یې هم خبر ورکړی، چې ښايي هند د ترهګرۍ صحنه سازي وکړي او بیا یې پړه پر پاکستان واچوي.

عمران خان ټېنګار کړی، چې په هر صورت کې به د کشمیر له خلکو او د هغوی له حقونو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com