د اناردرې لپاره طالب ولسوال او د استخباراتو مسوول وژل شوي

24 سنبله 1398 ساعت 16:03

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال او استخباراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال او استخباراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه (د وږي ۲۳مه) په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د ولسوال سید عظیم او استخباراتو د مسوول عصمت الله مشهور په انس په ګډون ۳۵ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت نن د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي نورالدین د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت وایي، په دغه برید کې ۷ نور وسله وال هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com