هلمند کې یو ښوونځي سوځېدلی

25 سنبله 1398 ساعت 9:42

هلمند ولایت کې یو منځنی ښوونځی په مکمل ډول سوځېدلی خو تر اوسه یې د سوځېودو علت نه دی معلوم.


هلمند ولایت کې یو منځنی ښوونځی په مکمل ډول سوځېدلی خو تر اوسه یې د سوځېودو علت نه دی معلوم.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د وږي ۲۴ مه د هلمند ولایت د مرکز اړوند باباجي سیمه کې رامنځ ته شوې.

د سیمې خلک وايي، ښوونځي کې اور لګېدلی او په مکمل ډول سوځېدلی دی.

د هلمند د پوهنې ریاست هم تاییدوي، چې د باباجي سیمه کې د کرغجد اولیا په نوم ښوونځي سوځېدلی، خو علت یې نه دی معلوم.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د ښوونځي د ادارې له خوا د مچیو ځالې ته اور اچول شوی، چې وروسته اور پراخ شوی او ښوونځي یې سوځولی دی.

د پوهنې ریاست وایي، په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په هلمند کې دغه ښوونځی په داسې مهال سوځول کېږي، چې په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې تعلمي کال تازه پیل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 120392

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com