زیهوفر:

المان به له افغانستانه ملاتړ او د افغان پولیسو روزنې ته دوام ورکړي

25 سنبله 1398 ساعت 9:53

د المان د کورنیو چارو وزیر هورسټ زیهوفر ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان ملاتړ او د افغان پولیسو روزنې ته دوام ورکړي.


د المان د کورنیو چارو وزیر هورسټ زیهوفر ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان ملاتړ او د افغان پولیسو روزنې ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الماني ورځپاڼې بلډ ام زونټاګ د وزیر هورسټ زیهوفر له قوله زیاته کړې، چې افغان حکومت د یوې تلپاتې سولې، امنیت او ثبات په برخه کې لا هم د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې له همدې کبله به دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته په ځانګړې توګه د افغان ملي پولیسو د روزنې په برخه کې دوام ورکړي.

د المان د کورنیو چارو وزیر ویلي دوی ژمن دي چې د افغان حکومت ملاتړ او دغه راز د دې هېواد د ملي پولیسو روزنې ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د المان دفاع وزیرې د المان دفاع وزیر کرمپ کارن هم ټینګار کړی، چې افغانستان د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري او باید نړیواله ټولنه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړې دا خبرداری هم ورکړی وو، چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو طالبان به یو وار بیا پر دغه هېواد حاکم شي او د سیمې او نړۍ امنیت به له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړې زیاته کړې، که طالبان بیا واک ته ورسېدل، نو افغانستان کې به د ښځو حقونه پایمال او ډېر بد شرایط به رامنځ ته شي.

هغې ویلي«که موږ په فغانستان کې له خپل مسوولیته اوږې سپکې کړو، دغه هېواد کې به ډېر وحشتناک وضعت حاکم شي، بیا به د ښځو سنګسار او اعدام وي، د زور ودونه او له زده کړو به نجونې محرومې وي.»

د یادونې ده چې تر المان وړاندې د امریکا پخوانیو پوځي جنرالانو او دیپلوماتونو هم خبرداری ورکړی، که ټول ځواکونه له افغانستانه و ایستل شي، دغه هېواد به یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ستون شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com