د افغانستان د والیانو ټولنه:

د اوربند په شرط دې د سولې خبرې بیا پیل شي

25 سنبله 1398 ساعت 13:48

د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنه وايي، چې له وسله والو طالبانو سره دې د اوربند کولو په شرط د سولې خبرې له سره پیل شي.


د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنه وايي، چې له وسله والو طالبانو سره دې د اوربند کولو په شرط د سولې خبرې له سره پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ټولنې نن دوشنبې د وږي ۲۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ټينګار وکړ، چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او وینې بندولو لپاره اړینه ده، چې د سولې خبرې بیا پیل شي.

د والیانو د ټولنې مشر عبدالله هېواد په دغه خبري غونډه کې و ویل، چې د جګړې د درېدو او سولې د خبرو د پیل لپاره اوربند اړین دی او باید لومړی د جګړې ښکېل لوري اوربند اعلان کړي.

هغه و ویل«لومړې باید د جګړې ښکېل لوري اوربند اعلان کړي، وروسته دې د سولې بین الاافغاني خبرې پیل کړي، دا چاره کولی شي هېواد له ناورین او ورور وژنې روګرځوي.»

په غونده کې پخواني والي کریم متین و ویلو چې د اوربند کول باید د یوې بې طرفه ډلې، چې نړیوال او د اسلامي کنفرانس هېوادونو ملاتړ له ځان سره ولي نظارت کړي.

بل خوا پخوانۍ والي معصومه مرادي پر حکومت غږ وکړ، چې په ولایتونو کې د سولې ولایتي دفترونه پیاوړي کړي څو یې پر مټ سیمه ییز طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د افغانستان د والیانو ټولنه د اوربند او سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې روسیې، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه او افغان حکومت هم د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو پورې د سولې بین الاافغاني خبرې ځنډولې دي.

طالبان هم لېواله دي، چې د سولې خبرې بیا پیل شي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له طالبانو سره د سولې خبرې نورې مړې شوې، طالبانو تېروتنه وکړه او اوس یې په بېرته سمبالولو نه پوهېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 120409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com