لوګر:

د نجونو پر یوه ښوونځي وسله وال برید کې یوه زده کوونکې وژل شوې

25 سنبله 1398 ساعت 14:46

راپورونه وایي، نامعلومه وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې د نجونو پر یوه ښوونځي وسله وال برید کړی او دوه زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه وایي، نامعلومه وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې د نجونو پر یوه ښوونځي وسله وال برید کړی او دوه زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د وږي ۲۵ مه غرمه مهال لس بجې د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د محمد آغې په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږدي په دغه وسله وال برید کې یوه زده کوونکې نجلۍ وژل شوې او یوه به هم ټپي شوې ده.

د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص د دغه پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې د محمد آغې د نجونو په ښوونځي وسله والو طالبانو برید کړی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په غزني کې هم د پوهنتون د محصلینو په موټر چاودنه شوې، چې موټر چلوونکی یې وژل شوی، پنځه محصلین ټپیان او ۱۵ نورو هم عصبي شوک لیدلی.

د دې تر څنګ پرون د هلمند ولایت په باباجي سیمه کې هم یو منځني ښوونځي ته اور ورته شوی او په مکمل ډول سوځول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 120416

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120416/

جمهور
  https://www.jomhornews.com