د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی ایران ته تللی دی

26 سنبله 1398 ساعت 9:38

تر مسکو وروسته ایران ته هم د وسله والو طالبانو یو پلاوی تللی تر چې ایراني چارواکو ته د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو په اړه معلومات ورکړي.


تر مسکو وروسته ایران ته هم د وسله والو طالبانو یو پلاوی تللی تر چې ایراني چارواکو ته د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو په اړه معلومات ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب پلاوی پرون دوشنبې د وږي ۲۵ مه تهران ته تللی او له ایراني چارواکو سره به لیدونو کې د سولې په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د دغه پلاوی د تګ پخلی کړی ویلي یې دی، چې د پلاوي مشري د قطر دفتر مرستیال مولوي حنفي کوي.

شاهین زیاته کړې، چې طالب بلاوی به د لوړ پوړو ایراني چارواکو سره پر بېلا بېلو مسایلو په ځانګړي ډول پر انشکافي پروژو او په دې برخه کې له ایران سره په همکارۍ خبرې وکړي.

په ورته وخت کې شاهین د مسکو سفر هم بریالی بللی زیاته کړې یې ده، چې طالب پلاوي له روسي چارواکو سره په دې سفر کې د سولې په اړه خپل دريځ شریک کړی دی او مسکو یې ملاتړ کړی دی.

ځینې سرچینې وايي، ښايي طلب پلاوی له ایران وروسته، تاجکستان، ازبکستان، اذربایجان، ترکیې او پاکستان ته هم سفرونه وکړي، او له امریکا سره د کړیو خبرو په اړه معلومات ورکړي.

خو ځینو بیا ویلي همدا اوس د طالبانو یو پنځه کسیزه پلاوی په چین دی، درې تنه یې ازبکستان کې او په پام کې ده، چې ملا برادر، عباس ستانکزي، امیرخان متقي وثیق، ملا فاضل او نورالله نوري ترکیې ته لاړ شي.

طالبانو پر داسې مهال یو شمېر هېوادونو ته سفرونه پیل کړي، چې دوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورسره ۹ میاشتنۍ خبرې لغوه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120433

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com