د غور د تولک لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

26 سنبله 1398 ساعت 10:24

د غور چارواکي د دغه ولایت د تولک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د غور چارواکي د دغه ولایت د تولک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي جمهور خبري آژانس ته ویلي طالبانو تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شوي، چې په ترڅ کې یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دی وایي وژل شویو کس د تولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال محمد حقیار دی.

د هغه په وینا د طالبانو په برید کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او تر څه مقاومت وروسته طالبانو له سیمې پېښې سپکې کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 120438

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120438/

جمهور
  https://www.jomhornews.com