افغان ځواکونو جوزجان کې د طالبانو یو ګمرک له منځه وړی

26 سنبله 1398 ساعت 10:30

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو عایداتي مرکز کشف او له منځ وړی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو عایداتي مرکز کشف او له منځ وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډو ځواکونو تېره شپه د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو د خانقاه ولسوالۍ د شامیرزايي په سیمه کې د طالبانو یوه عایداتي مرکز (ګمرک) کشف او له منځه وړی دی.

په خبرباڼه کې ویل شوي، په عملیاتو کې ۵ عرادې موټر سایکلونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او یو کړۍ د وساطو ضد ماین یې کشف او شنډ کړی دی.

بل خوا ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، فاریاب کې د کمانډو او هوايي ځواک په عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي یو وسله وال ژوندی نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب



 


د مطلب کود: 120439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com