۰

پروان کې ځانمرګی برید شوی، ۵۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
پروان کې ځانمرګی برید شوی، ۵۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه غرمه مهال ۱۱:۴۰ بجې د چاریکارو ښار د لومړۍ حوزې په اړونده سیمه کې شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په موتر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر د لومړۍ حووزې د تربیوي مرکز په لومړي قرول کې څان ته چاودنه ورکړې ده.

رحیمي ویلي، چې د تلفاتو په اړه به معلومات وروسته شریک کړي، خو د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار وایي، د برید موخه د دولت جوړونکي ټیم یوه کمپایني غونده وه.

خو کورنیو چارو وزارت دغه خبره په کلکه رد کړې ویلي، دي، چې د دولت جوړونکي ټیم په کمپایني غونډه کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی او د کمپاین مراسم تر سره شوي دی.

د پروان د والي ویاندې ویلي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو پروان د عامې روغتیا ریاست معلومات ښي، چې په برید کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د پروان د ملکي روغتون مشر قاسم سنګین هم ویلي، چې د برید له ځایه دوی ته ۲۴ وژل شوي او ۳۱ ټپیان وروړل شوي، چې ښځې هم په کې شاملې دي.

نوموړي ویلي، دا مهال پروان امبولانس د مړو او ټپیانو په لېږد بوخت دی او ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن کابل کې د ملي دفاع وزارت د پېژنتون ریاست ته څېرمه هم چاودنه شوې، خو تر اوسه یې نوعیت او تلفات نه دي معلوم.
 
جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي