ناټو:

د افغانستان له ټاکنو ملاتړ کوو، ډېر ژر به د سولې مذاکرات پیل شي

26 سنبله 1398 ساعت 13:57

ناټو د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو په کلکه ملاتړ اعلان کړی او دا یې هم ویلي، چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات بیا پیل شي.


ناټو د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو په کلکه ملاتړ اعلان کړی او دا یې هم ویلي، چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات بیا پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي په مزار شریف ښار کې له رسنیو سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ناټو د ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کوي او چمتو ده، چې د ټاکنو د امنیت د تامین په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

د هغه په وینا ناټو ژمنه ده، چې په افغانستان کې رڼې او شفافه ټاکنې تر سره شي او دوی ورسره همکاري وکړي.

بل خوا نیکولاس کي دا هم ویلي، چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

دی وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي یوازینې حل لار د سولې خبرې دي او ناټو به په دې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

د هغه په وینا ناټو به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي او ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات کولی شي افغان جګړه ختمه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 120450

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com