د ملي امنیت شورا سلاکار بدخشان ولایت ته تللی دی

26 سنبله 1398 ساعت 14:30

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته رسېدلی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دفتر وایي، ښاغلی محب او ورسره پلاوی نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه بدخشان ولایت ته تللی دی.

له محب سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات هم ملګرتیا کوي او دوی به د بدخشان ولایت امنیتي وضعیت و ارزوي.

د ملي امنیت شورا دفتره پر فسبوک پاڼه خپرو کړیو معلوماتونو کې ویلي، محب له د بدخشان له سیمه ییزه چارواکو، خلکو، مدني ټولنې له غړو، ځوانانو او مېرمنو له استازو سره وګوري.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړی به به امنیتي وضعیت هم و ارزوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو لاسته راوړنو قدر داني به هم وکړي.

د یادونې ده، چې ښاغلی محب تر دې څو ورځې وړاندې غزني ولایت ته هم تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com