دفاع وزارت: غزني کې د طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان وژل شوی

26 سنبله 1398 ساعت 14:36

ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم او لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم او لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، د طالبانو وژل شوی قوماندان حافظ ناصر نومېږي او د دغه ډلې یو مهم قوماندان وو.

د ملي دفاع وزارت مرستیال فواد امان ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې پر طالبانو عملیات وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې د قوماندان حافظ ناصر په ګډون ۲۱ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې تنه ژوندي نیول شوي دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاتوي، چې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې او دواړه لوري په کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولې ادعاوې کوي.

دفاع وزارت وايي، په تېرو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر والیان، ولسوالان او اسختباراتي مسوولین د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com