طالبانو د کابل او پروان د نننیو بریدونو مسوولیت واخیست

26 سنبله 1398 ساعت 15:34

پلازمېنه کابل او پروان ولایت کې د شویو ځانمرګو بریدونو چې په کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې مسوولیت وسله والو طالبانو ومانه.


پلازمېنه کابل او پروان ولایت کې د شویو ځانمرګو بریدونو چې په کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې مسوولیت وسله والو طالبانو ومانه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار د لومړۍ حوزې په سیمه کې ځانمرګی برید وشو.

کورنیو چارو وزارت وایي، په موتر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر د لومړۍ حوزې د تربیوي مرکز لومړی قرول سره چاودنه کړې.

وزارت د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د پروان د عامې روغتیا ریاست وايي، د برید له ځایه دوی ته ۲۴ مړي او ۳۱ ټپیان وروړل شوي دي.

د پروان د ملکي روغتون رییس قاسم سنګین هم ویلي، چې د برید له ځایه دوی ته ۲۴ وژل شوي او ۳۱ ټپیان وروړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شاملې دي.

نوموړي ویلي، دا مهال پروان امبولانس د مړو او ټپیانو په لېږد بوخت دی او ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، برید د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم په کمپایني غونده شوی، خو کورنیو چارو وزارت دغه خبر په کلکه رد کړی دی.

بل خوا نن ماسپښین مهال نېږدې یوه بجه د کابل ښار مسعود څلور لارې کې د امریکا سفارت ته نژدې د دفاع وزارت د پيژنتون مخې ته ځانمرګي برید وشو.

کورنیو چارو وزارت د برید پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وایي، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي دي.

د دواړو بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

د مسعود څلور لاري او امریکا سفارت ته نېږدې څو ورځې وړاندې هم طالبانو یو موټر بم برید تر سره کړ، چې په کې د یوه امریکایی سرتېري په ګډون ۱۲ تنه و وژل شول او همغه وو، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com