د کابل او پروان د پرونیو بریدونو مرګ ژوبله ۱۳۰ تنو ته رسېدلې

27 سنبله 1398 ساعت 8:47

کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل او پروان ولایتونو کې د شویو ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله ۱۳۰ کسانو ته رسېدلې، چې کابو ټول یې ولسي وګړي دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل او پروان ولایتونو کې د شویو ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله ۱۳۰ کسانو ته رسېدلې، چې کابو ټول یې ولسي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون سه شنبې د وږي ۲۶ مه د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار د لومړۍ حوزې مخې ته موټر سایکل ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، په دغه برید کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او د څلورو نظامیانو په ګډون ۴۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پروان تر برید وروسته پلازمېنې کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د احمد شاه مسعود څلور لاري ته نېږې په عام سړک یو ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې د شپږو نظامیانو په ګډون ۲۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت ویاند زیاتوي، چ د دواړو پېښو په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دغه دواړو بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو او په کې یې د ګڼو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com