عادله راز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پر طالبانو فشار راوړي

27 سنبله 1398 ساعت 9:11

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې عادله راز د امنیت شورا له خوا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید هرکلی وکړ ویې ویل، چې دغه شورا باید پر طالبانو فشار راوړي.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې عادله راز د امنیت شورا له خوا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید هرکلی وکړ ویې ویل، چې دغه شورا باید پر طالبانو فشار راوړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړو پرون سه شبنې د وږي ۲۶ مه په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید ته مثبته رایه ورکړه او مسوده یې تصویب کړه.

که څه هم چین په لومړي سر کې د دغه کار مخالف و، ځکه په مسوده کې یې د یو کمربند یوې لارې د ذکر کولو غوښتنه کوله او امریکا یې مخالفت کاوه خو د المان او اندونیزیا د سفیرانو د خبرو په پایله کې یې مثبته رایه وکارول.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیري عادله راز د دغه سازمان د امنیت شورا له دې پرېکړې هرکلی وکړ، خو په ورته وخت کې یې ترې وغوښتل، چې پر وسله والو طالبانو فشار راوړي.

مېرمن راز په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی یو وار بیا د امنیت له شورا څخه غواړي، تر څو په طالبانو فشار راوړي او ترې وغواړي، چې د ملکي وګړو وژنه بنده کړي.

نوموړې ټینګار وکړ، د امنیت شورا باید له طالبانو د هغه کسانو د نه وژلو غوښتنه وکړي، چې په وینا یې په ټاکنو کې برخه اخلي او خپله رایه کاروي.

عادله راز د امنیت له شورا دغه غوښتنه پر داسې مهال مطرح کوي، چې اوس مهال د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لغوه شوي دي.

ټرمپ په کابل کې د طالبانو د وروستي موټر بم برید چې په کې یو امریکايي سرتېری هم وژل شوی، له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنې خبرې لغوه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120479

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120479/

جمهور
  https://www.jomhornews.com