امنیتي سرچینې:

طالبانو فراه کې ۱۶ ملکي کسان برمته کړي دي

27 سنبله 1398 ساعت 9:25

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو فراه ولایت کې ۱۶ تنه ولسي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور برمته او تښتولي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو فراه ولایت کې ۱۶ تنه ولسي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور برمته او تښتولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فراه امنیه قومانداني هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۲۶ مه) د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې وسله والو طالبانو ۱۶ تنه ملکي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور تښتولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

د سرچینې په وینا ولایتي چارواکي هڅه کوي، چې د قومي مشرانو پر مټ دغه کسان د طالبانو له منګولو راخوشي کړي.

د فراه د ولایتی شورا مرستیال شاه محمود نعیمي هم ویلي، چې د طالبانو له خوا تښتول شوي کسان ټول کلیوال دي او باید ژر تر ژره یې خوشي کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 120483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com