تر نن ماښامه به ۱۵۰ میګاواټه برېښنا بېرته وصل شي

27 سنبله 1398 ساعت 13:47

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په کندوز او بغلان کې د برېښنا په پرې شویو مزو کار روان دی او تر نن ماښام پورې به ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه ونښلول شي.


د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په کندوز او بغلان کې د برېښنا په پرې شویو مزو کار روان دی او تر نن ماښام پورې به ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه ونښلول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برېښنا شرکت نن چهارشنبې د وږي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندوز حوزې او غوري برېښنا په سیمو کې انجینرانو ته اجازه ورکړل شوې څو د برېښنا تخریب شوې ستنې ترمیم کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغه مزو په تړلو سره به تر نن ماښام پورې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه وصل شي.

بل خوا د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د قومي مشرانو پر مټ یې هڅې پیل کړې، تر چې د وارداتي پرېښنا پرې شوي مزي بېرته ونښلول شي.

د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار زیاته کړې، د سیمې یو شمېر قومي مشرانو د برېښنا د بېرته وصلولو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې او تمه ده ډېر ژر د پرې شویو مزو د نښلولو کار پیل شي.

د یادونې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په کندوز او بغلان کې د برېښنا ځینې ستنې په ماینونو الوزولې، چې د کابل په ګډون په ۱۲ ولایتونو برېښنا پرې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120495

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120495/

جمهور
  https://www.jomhornews.com