جنرال سکاټ مېلر:

ډېر ژر به فراه ته بهرني ځواکونه ولېږو او پر طالبانو به بریدونه زیات کړو

27 سنبله 1398 ساعت 14:27

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، ډېر ژر به فراه ولایت ته یو شمېر بهرني سرتېري ولېږي او پر طالبانو به بریدونه زیات کړي.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، ډېر ژر به فراه ولایت ته یو شمېر بهرني سرتېري ولېږي او پر طالبانو به بریدونه زیات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو، اسدالله خالد، مسعود اندرابي او د ملي امنیت له سرپرست سره یو ځای فراه ولایت ته تللی وو.

دغه افغان او بهرني پوځي چارواکي پرون سه شنبې د وږي ۲۶ مه د فراه ولایت اناردرې او وروسته د فراه مرکز ته ولاړل او د ځايي چارواکو سره یې وکتل.

د فراه امنیتي چارواکي وایي، جنرال مېلر د فراه له والي سره لیدنه کې و ویل، چې ډېر ژر به فراه ته یو شمېر بهرني ځواکونه ولېږي او پر طالبانو به بریدونه زیاته کړي.

نوموړي دا ډاډ هم ورکړی، چې له افغان ځواکونو به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستې او همکارۍ دوام ولري او د هغوی په تجهز او اکمال کې به همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 120500

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120500/

جمهور
  https://www.jomhornews.com