ټرمپ د کشمیر په اړه له مودي او عمران خان سره ګوري

27 سنبله 1398 ساعت 14:31

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د کشمیر په اړه د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو نریندرا مودي او عمران خان سره وګوري.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د کشمیر په اړه د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو نریندرا مودي او عمران خان سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ زیاته کړې هیله لري، چې وکولی شی د کشمیر پر سر د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راکم کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ډېر ژر به له مودي او خان سره وګوري او په وینا یې په دې لیدنه کې به مهم پرمختګونه وشي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او ان د پاکستان لومړي وزیر خو د اټومي جګړې امکان هم نه دی رد کړی.

بل خوا د هند دفاع وزیر ویلي، یوه ورځ به کشمیر د پاکستان له منګولو آزاد او د هند برخه به یې وګرځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com