امریکا:

طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځای سولې ته ژمنتیا ښکاره کړي

27 سنبله 1398 ساعت 14:44

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل او پروان ولایتونو کې د تېرې ورځې ځانمرګي بریدونه په کلکه غندلي او پر سوله یې ټینګار کړی دی.


د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل او پروان ولایتونو کې د تېرې ورځې ځانمرګي بریدونه په کلکه غندلي او پر سوله یې ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او ویجاړولو پر ځای سولې ته ژمنتیا ښکاره کړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په کابل او پروان کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول، چې په کې ۵۰ تنه و وژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.

د دغه دواړو بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او په کې یې د ګڼ شمېر نظامیانو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com