کابل پولیسو یو زورواکی نیولی دی

27 سنبله 1398 ساعت 15:02

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو زورواکی او د عامه نظم اخلالوونکی نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو زورواکی او د عامه نظم اخلالوونکی نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د وږي ۲۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه کس د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند هودخېلو سیمه کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې یاد کس پرون د څلورم مکروریانو سیمه کې خلک ځورول چې د پولیسو له خوا ونیول شوو.

کورنیو چارو وزارت د دغه کس هویت نه دی په داګه کړی خو ویلي یې دي له هغه څخه دوه عرادې بې اسناده او د ولایتي شورا او د کابل له شخصي تقلبي پلېټ نمبرونو موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com