زابل کې موټر بم برید تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

28 سنبله 1398 ساعت 8:53

سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې د ملي امنیت پر ودانۍ موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې د ملي امنیت پر ودانۍ موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د وږي ۲۸ مه سهار پنځه بجې د زابل مرکز کلات ښار کې د ملي امنیت پر ودانۍ شوی دی.

د زابل والي رحمت الله یارمل وایي، برید د زابل د ملکي روغتون څنګ د موټر بم په وسیله شوی، چې له امله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، چې ډیر یې د زابل د ملکي روغتون ناروغان دي.

خو د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان وايي، په برید کې ۲۰ کسان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دا چې په برید کې ملکي روغتون هم په بشپړه توګه له منځه تللی ښایي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم زیاته شي.

نوموړي ویلي« وداني ټوله ورانه ده، خلک لا هم تر کنډوالو لاندې دي او مرکزي روغتون یو مخ له منځه تللی دی، ټپیان او مړي شخصي روغتونونو ته وړل کېږي.»

د زابل د ولایتي شورا رییس وایي، که له کندهاره طبي مرستې ونه رسېږي، وېره ده، چې ډېری ټبيان ژوند له لاسه ورکړی.

خو کورنیو چارو وزارت بیا په دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ او د ټپیانو ۶۶ ښودلی، چې په وینا یې کابو ټول ولسي وګړي دي.

د کندهار د میرویس روغتون شاوخوا لس امبولانسونه او د ډاکترانو یو ټیم هم زابل ته لېږل شوی دی.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ننګرهار کې هم د برېښنايي تذکرو د وېش پر مرکز ځانمرګی او ډلیز وسله وال برید وشو او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې بیا په کابل او پروان ولایتونو کې هم ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې تر ۲۰۰ کسانو پورې مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 120516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com