ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له سیاسي مشرې سره خبرې کړې

28 سنبله 1398 ساعت 9:18

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرۍ فدریکا موګریني سره پر تلېفون خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرۍ فدریکا موګریني سره پر تلېفون خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او مېرمن موګیریني تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د وږې ۲۷ مه شوې دي.

ارګ وایي، له ښاغلي غني سره خبرو کې د اورپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې و ویل، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې د تل پاتې سولې د ټنګښت یوازینۍ لار ده.

خو په وینا یې د مذاکراتو لپاره اوربند مهم شرط دی او اروپايي ټولنه د افغانانو د دې غوښتنې کلک هرکلی او ملاتړ کوي، چې په خپل هېواد کې سوله غواړي.

په ورته وخت کې ښاغلي ولسمشر غني د اروپايي تولنې د بهرني سیاست مشرې ته ویلي، چې سوله ته الویت ورکوي او د رڼو ټاکنو تر سره کول ځانګړی اهمیت ورته لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com