ټرمپ:

که د طالبانو بریدونه دوام وکړي خبرې نه ورسره کوو

28 سنبله 1398 ساعت 10:23

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابل او پروان کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، که د طالبانو بریدونه همداسې دوام وکړي، امریکا به ورسره د سولې پر تړون خبرې ونه کړي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابل او پروان کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، که د طالبانو بریدونه همداسې دوام وکړي، امریکا به ورسره د سولې پر تړون خبرې ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ د ټرمپ له قوله ویلي، طالبانو په کابل او پروان کې بوږنوونکي بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو دغه ډول بریدونه ښيي، چې دوی له ډاره په عامو خلکو چاودنې کوي او بشري حقونو ته ژمن نه دي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې که د طالبانو بریدونه همداسې دوام وکړي، نو له دغه ډلې سره به د سولې پر تړون خبرې بیا پیل نه شي.

د یادونې ده، چې ټرمپ دوه اوونۍ وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرې وروسته له هغې لغوه کړې، چې طالبانو په کابل کې یو موټر بم برید وکړ او په کې یې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون لسګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 120526

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120526/

جمهور
  https://www.jomhornews.com