حامد کرزی:

سوله هغه وخت راتلای شي، چې یا امریکا صداقت ښکاره کړي یا به یې پر ضد افغان ولس ملي قیام کوي

28 سنبله 1398 ساعت 11:27

پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي، افغانستان کې رېښتینې سوله هغه مهال راتلای شي، چې یا امریکا له افغانستان سره په صداقت عمل وکړي، او یا به یې هم پر ضد افغان ولس ملي قیام کوي او وباسي به یې.


پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي، افغانستان کې رېښتینې سوله هغه مهال راتلای شي، چې یا امریکا له افغانستان سره په صداقت عمل وکړي، او یا به یې هم پر ضد افغان ولس ملي قیام کوي او وباسي به یې.

د جمهور د خبر له مخې ښاغلي کرزي، چې نن پنشنبې د وږي ۲۸ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې امریکا باید له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا او پاکستان د ګډو او یا د اختلافي ګټو پایله ده همدوی پیل کړې او همدوی یې باید پای ته ورسوي او نور د افغانانو له وژنو لاس واخلي.

ښاغلي کرزي و ویل، چې سوله د افغان ولس لومړیتوب او اړینه غوښتنه ده او امریکا باید په دې برخه کې خپل صداقت ښکاره کړي او له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

هغه و ویل«افغانستان ته ریښتینې سوله هغه مهال راتلای شي، چې امریکا له افغانستان سره صداقت ښکاره کړي، سوله راولي او له افغانستان څخه ووځي او یا هم هغه مهال سوله راتلای شي، چې موږ امریکا وباسو، ولس یې پر ضد ملي قیام وکړي، ویې باسي او وروسته خپله سره سوله وکړو.»

ښاغلي کرزي دا هم و ویل، چې که له پاکستان سره د امریکا همکاري او مرسته نه وای، پاکستان پر افغانستان دومره نه شوی حاکم کېدای.

د هغه په وینا دا چې پاکستان پر ډېورنډ کرښه اغزن تار غځوي او یا هم په افغانستان کې جګړه روان ده، دا هم له پاکستان سره د امریکا د همکارۍ پر بنسټ ده.

کرزي و ویل«که امریکا په افغانستان کې نه وی، پاکستان پر موږ نه شو حاکم کېدای او نه یې هم زور راباندې رسېږي، خو اوس چې څه کوي، دا د امریکا زور دی، که امریکا ووتله بیا به له پاکستان سره خپله معامله کوو.»

د دې تر څنګ کرزي و ویل، په افغانستان کې سلګونه کسان هره ورځ قرباني کېږي، چې په وینا یې هم طالبانو او هم افغان حکومت ته شرم پکار دی، چې خپلو کې سره وژني.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې راشي سوله وکړي له ولس سره خبرو ته کېني، ځکه په وینا یې هېڅوک نه شي کولی د ولس له خوښې پرته پر چا حکومت وکړي.

نوموړي و ویل، چې دغه جګړه پردۍ ده، ګته یې نور وړي او قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، چې نور یې د زغمولو توان نه لري.
 
کرزی زیاته کړه، طالبان چې له امریکا سره خبرې کوي، نو باید د خپل مسلمان وروسره هم خبرې وکړي او پر دې باید پوه شي، چې یوازې له امریکا سره په خبرو د افغانستان ستونزه نه حل کېدای شي او نه هم طالبان پر دې خاوره واکمنېدای شي.

هغه و ویل«طالبان باید پوه شي، چې یوازې له امریکا سره په خبرو دوی واک نشي تر لاسه کولی، ښه به وي، چې له افغان ولس سره خبرې وکړي، او راشي د نورو افغانانو په شان دلته ژوند وکړي.»

ښاغلي کرزي د سولې په اړه وړاندې و ویل، چې روسیه، چین، المان او ځينې نور هېوادونه هم په افغانستان کې د رېښتنې سولې پلوي دي او په دې برخه کې په ځانګړې ډول روسیه مخکښه ده.
 
کرزي راتلونکو ولسمشريزه ټاکنو ته په اشارې و ویل، چې دغه ټاکنې په مطلق ډول د بهرنیو تر اغېز لاندې دي او په داسې حال کې تر سره کېږي، چې په وینا یې افغانان هېڅ خپله اراده نه لري.

کرزي و ویل«هغه ټاکنې، چې د بهرنیو تر اثر لاندې وي، آزادې، خپلواکه او سرتاسري نه وي څنګه کېدای شي، چې تر سره شي، فعلآ موږ د خپلې ارادې خاوندان نه یو، که وای، نو ولې هره ورځ وژل کېږو، اوس خو که د امریکا زړه وغواړي د بمونو مور راباندې استعمالوي او که پاکستان وغواړي چاودنه او ځانمرګي بریدونه کوي، موږ هغه وخت ټاکنې کولی شو، چې اراده مو خپله وي، په هېواد کې سوله او امنیت وي، که موږ خپلواک وای، پاکستان به دومره جرئت نه کولو، چې پر ډېورنډ اغزن تار راته کش کړي.»

هغه زیاته کړه، چې په اوس مهال کې افغانستان ورځ تر بلې د کمزوری خوا ته روان دی او هغه مهال به غښتلی، آزاد او خپلواک شي، چې سره یو موټی شي، سوله وکړي او وروسته له هغې لویه جرګه راوبولي او خپل برخلیک خپله وټاکي.

نوموړي پر افغان حکومت یو ځل بیا غږ وکړ، چې د سولې سره یو ځای شي، مخالفت یې ونه کړي او نه هم د سولې خبرې ودروي، بلکې د ريښتینې او تل پاتې سولې لپاره هڅې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 120529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com