د امریکا په کلیفورنیا کې وسله وال برید شوی دی

28 سنبله 1398 ساعت 12:07

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د کلیفورنیا ایالت په لاسنجلس ښار کې شوی دی.

پولیس وایي، وسله وال کس په ښار کې په خلکو ډزې کړې، چې دوه تنه یې وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا تر اوسه د برید لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پلټنې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120535

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120535/

جمهور
  https://www.jomhornews.com