د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ ملکی وګړي وژل شوي

28 سنبله 1398 ساعت 13:44

سیمه ییز چارواکی وایي، ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکی وایي، ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د وږي ۲۷ مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیر تنګي په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د خوګیاڼو ولسوال شمس الحق وایي، برید د ولسي وګړو د سورلۍ په موټر د بې پیلوټه الوتکې له خوا شوي، چې په کې ۹ تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه کسان د جلغوزو ټولولو لپاره غره ته روان و، چې الوتکې پرې برید کړی او د ۹ تنو د وژل کېدو تر سره یې څلور تنه ټپیان کړي هم دي.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ویلي، د برید مرګ ژوبله ترې هم زیاته کړه او تر اوسه پورې څو جسدونه موندل شوي او د نورو د موندلو هڅې هم روانې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د برید او تلفاتو پخلی کړی، خو د شمېر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 120536

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com