په خوست او غزني ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې نن پنشنې د وږي ۲۸ مه د خوست په نادرشاه کوټ او د غزني ولایت مرکز کې رامنځ ته شوې دي.
لومړي پېښه د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د یوه سراچه او یو ۳۰۳ موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
د غزني د ملکي روغتون رییس باز محمد همت وایي، د پېښې له ځایه دوی ته ۷ مړي وروړل شوي، چې څلور یې ماشومان، دوه مېرمنې او یو نارینه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې وژل شوي کسان ټول د سراچه موټر سورلي ده او ۳۰۳ موټر سورلۍ ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
بل خوا د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، پېښه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د المرۍ په سیمه کې د سراچه او ټوډي موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:غزني