عمران خان سعودي عربستان ته تللی دی

30 سنبله 1398 ساعت 9:06

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دوه ورځني سفر سعودي عربستان ته تللی او د دغه هېواد له پاچا او ولیعهد سره یې لیدلي دي.


د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دوه ورځني سفر سعودي عربستان ته تللی او د دغه هېواد له پاچا او ولیعهد سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، عمران خان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې تر ګډون وړاندې سعودي عربستان ته تللی دی.

راپورونه زیاتوي، عمران خان د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان سره په جلا جلا توګه کتلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په دې ليدنو كې په دوه اړخيزو او سيمه ييز مسايلو خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې د عمران خان له لومړي وزیر کېدو وروسته سعودي عربستان ته دا د هغه څلورم سفر دی چې تر سره کوي یې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120561

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120561/

جمهور
  https://www.jomhornews.com