کراکر:

د سولې خبرې د بیا پيل شي، خو افغان حکومت هم باید په کې وي

30 سنبله 1398 ساعت 9:42

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر ویلي، که د طالبانو او امریکا تر منځ بیا خبرې پیلېږي، نو افغان حکومت باید په کې حضور ولري.


په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر ویلي، که د طالبانو او امریکا تر منځ بیا خبرې پیلېږي، نو افغان حکومت باید په کې حضور ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کراکر له فاکس نیوز سره په تازه خبرو کې ویلي، له طالبانو سره د امریکا تېرې خبرې چې افغان حکومت په کې نه و، لویه تېروتنه وه، خو ښه شوه چې ټرمپ لغوه کړې.

د هغه په وینا افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو هغه خبرې، چې افغانستان ته تل پاتې سوله او ثبات راوستی شي، د افغانانو په مشرۍ او ماکلیت خبرې دي.

کراکر وایي، هغه خبرو کې، چې افغان حکومت او افغانان حاضر نه وی، افغانستان ته دایمي سوله او ثبات نشي راوستلی.

نوموړي ویلي، دا سمه ده، چې طالبان ځانونه پیاوړي ښيي، خو د افغانستان ټول ولایتونه د افغان حکومت په کنټرول کې دي او طالبان په لرې پرتو سیمو کې پر خلکو واکمني کوي.

دغه پخواني امریکایي دیپلومات ټینګار کړی، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پېلږي نو افغان حکومت باید په کې حضور ولري او له دې پرته به خبرې بې ګټې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120563

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120563/

جمهور
  https://www.jomhornews.com