کندهار کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي

30 سنبله 1398 ساعت 13:55

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د وږي ۲۹ مه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

امنیتي چارواکي وایي، د ولسي وګړو مني بوس موټر له سپین بولدک د کندهار ښار په لور روان و، چې سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې.

د دوی په وینا چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو کورنیو چارو وزارت یې پړه په وسله والو طالبانو اچولې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 120576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com